د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار ولایت له یو تن معلول هیوادوال استاد محمد سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم استاد محمد د ننګرهار ولایت د معلولینو او معیوبینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
استاد محمد زیاته کړه، په یاد ولایت کې معلولین له ډول ډول ستونزو سره مخ دي او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې ټولو معلولینو په ځانګړي ډول د دوی معیشتي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي استاد محمد ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، بدبختانه بهرنۍ مداخلې او کورنۍ جګړې زموږ د زیات شمېر هیوادوالو د معلولیت لامل ګرځېدلي، چې دې مسئلې ته رسیدګي یو ضروري او حیاتي امر دی او اسلامي امارت تل هڅه کوي خپلو ټولو امکاناتو ته په پام د دوی ستونزو او اړتیاؤ ته رسیدګي وکړي.#