د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جامعه رياض العلوم کابل دستاربندۍ مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
په دې مراسمو کې د رياست الوزرا اداري مرستيال په پيل کې د جامعه رياض العلوم کابل رهبرۍ او استادانو څخه د دې مراسمو برابرولو او د هيواد د بچيانو د روزنې له امله مننه وکړه او د دې مدرسې ټولو فارغانو او د هغوی کورنيو ته يې مبارکي وويله.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت د ښوونځيو او ديني مدرسو ترمنځ د فاصلې لمنځه وړلو لپاره کار کوي او له همدې امله هڅه کوي ترڅو راتلونکی نسل د اسلامي عقايدو او افکارو په لرلو سره عصري علوم هم زده کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز څرګنده کړه، د ټولنې پوه او تعليم يافته قشر د هیواد د بچيانو د روزنې او د عمومي اذهانو د روښانولو مهمه دنده پر غاړه لري او د دې مدرسې له ټولو فارغانو يې وغوښتل، ترڅو تل د ديني او عصري علومو زده کړې هڅه وکړي او د هيواد د پرمختګ په برخه کې خپل رول په ښه ډول ترسره کړي.
هغه د خپلو خبرو پای کې وويل، د اسلامي ارزښتونو او د وطن د جوړولو او پرمختګ مسووليت د دې هيواد د ځوانانو پر غاړه دی.