د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د جاپان سفير او د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو هم حضور درلود، د ریاست الوزرا اداري محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو او په ځانګړي ډول د ډاکتر تیتسو ناکامورا د خدمتونو او کړنو ستاینه وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو پخپلو خبرو کې وویل: خوښ یم چې بیا افغانستان ته راځم، افغانان او دغه هیواد د جاپان د خلکو په زړه کې ځای لري.
نوموړي زیاته کړه، نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان تیار دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رئیس ښاغلي اتسوشي سونامي په افغانستان کې د سراسري امنیت پر تامین د خوښۍ ترڅنګ وويل، موږ د جاپان د خلکو غږ یوو او له افغانانو سره مرستې ته تیار یوو.
نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین د دې لامل شوی، ترڅو په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې او اوبو لګولو او نورو برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړو. زموږ د بنسټ موخه د افغانانو هوساینه ده او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړو.
وروسته، په افغانستان کې د جاپان سفارت سرپرست وویل، جاپان له افغانستان سره له ۵۸ میلیون ډالرو څخه زیاته مرسته کړې او د خوراکي توکو او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې به هم مرسته وکړو.
د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د اسلامي امارت د عمومي بښنې له امله آن هغوی چې له مجاهدينو سره په مخامخ جګړه کې و، ورته بښنه شوې او په هيواد کې ازادانه ژوند کوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړه، اوسمهال په ټول هيواد کې امنيت تامين شوی او ناامني پايته رسېدلې ده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې بیانولو سره چې نشه یي توکي د افغانستان او نړۍ لپاره یو لوی خنډ دی وویل، اسلامي امارت د نشه یي توکو کر، تولید، قاچاق او استفاده منع کړې، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د روږدو کسانو د ټولولو او درملنې، د اداري فساد مخنیوي او له کورنیو عوایدو د بودجې تنظیم په اړه د اسلامي امارت د کړنو او فعالیتونو یادونه وکړه وې ویل، موږ د افغانستان جوړولو او ابادۍ لپاره هڅې کوو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې ټينګار سره چې اجازه نه ورکوو د افغانستان له خاورې څخه د هېڅ هيواد پر ضد فعاليت وشي زياته کړه، اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نيکې او ښې اړيکې ولري.