د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبير په سپېدار ماڼۍ کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره چې تازه د ایران له سفر څخه بېرته هيواد ته راستون شوی، ولیدل.
د دې کتنې په پیل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزير محترم مولوي امير خان متقي، ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هراړخيز معلومات ورکړل او خپل دغه سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.
محترم مولوي امير خان متقي زياته کړه، ایران اسلامي جمهوریت ته د سفر په لړ کې د هغه هېواد له یو شمېر مقاماتو سربېره يې په تهران او مشهد کې له افغان دیپلوماتانو او مېشتو افغانانو سره هم ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، ایران د افغانستان دوست هېواد یاد کړ وې ویل، له ایراني مقاماتو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا خبرې کړي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبير د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران له اسلامي جمهوریت سره ښې اړیکي لري او غواړي په راتلونکي کې دا اړیکي نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.