د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت يو شمير علماوو او متنفذينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې محترم مولوي عبدالجبار نصرت او محترم حاجي نعمت الله مشهور په حاجي اولجه د نورو په استازیتوب پخپلو خبرو کې د ياد ولايت د اقتصادي، ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.
محترم مولوي عبدالجبار معياري سړکونه، روغتيايي کلينيکونه او په ديني او عصري علومو کې زده کړې د خلکو اړتياوې وبللې او د اسلامي امارت مسوولينو څخه يې وغوښتل چې پورته برخو ته پاملرنه وکړي.
ورپسې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د حکومت په توګه خپل مسووليت بولي ترڅو په ټولو برخو په ځانګړي ډول د امنيت، روغتيا، ښوونې او روزنې او مواصلاتي لارو ته د خلکو لاسرسي په برخو کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
نوموړي زياته کړه، د اسلامي امارت مسوولين د خپل توان تر کچې په پورته برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو او زيار درېغ ونه کړي.