د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په هیواد کې د بیات قوم له مشرانو، علماوو او ځوانانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې، د بیات قوم مخورو او علماوو د اسلامي امارت له مشرانو او چارواکو څخه په مننې وویل، د اسلامي امارت دروازې تل د ولسونو پر مخ پرانیستې دي او خپل وړاندېزونه او غوښتنې يې د حکومت رهبرۍ سره شریکې کړې.
یادو قومي مشرانو او علماوو څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت له لوري د ودانېزو پروژو پیل د هېواد ښه راتلونکې تضمینوي چې له یې امله افغانان خوښ دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، افغانستان د افغانانو ګډ کور یاد کړ او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د افغانانو د مساوي حقونو پر بنسټ هڅه کوي په هره برخه کې متوازن انکشاف رامنځته کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي نظام د ټولنې له منځه راټوکېدلی او دا مهال د اسلامي شریعت نافذول، د افغانستان ودانول او پرمختګ يې ستره موخه ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، د بیات قوم مخورو او علماوو ته ډاډ ورکړ چې وړاندېزونه به یې له اړونده ادارو سره شریک شي.