د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په ولایتونو او مرکز کې د پوهنې وزارت اړوند د ښوونیز څار ریاست له کارکوونکو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، د پوهنې وزارت په اداري تشکیل کې پر وروستیو بدلونونو او جوړښت خبرې وشوې.
د پوهنې وزارت د ښوونیز څار غړو وویل، د یاد وزارت د پرېکړې پر بنسټ د نظارت ریاست له منځه تللی او کارکوونکي یې د پوهنې وزارت په نورو ریاستونو کې د کارمندانو په توګه ټاکل شوي دي.
هغوی غوښتنه وکړه، چې د پوهنې وزارت د اداري تشکیل په برخه کې دې د اسلامي امارت لومړنۍ طرحه عملي شي او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شريک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د روښانه او پرمختللي افغانستان لپاره پوهنه خورا مهمه وبلله وې ویل، معارف وزارت د ښه ظرفیت په لرلو سره د دیني او عصري زده کړو په برخه کې مهمې کړنې ترسره کړې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې به د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې ګوښه نشي او په نورو مناسبو او وړځایونو کې ځای پر ځای کیږي.
محترم مولوي عبدالکبیر، د پوهنې وزارت کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د هغوي د وړاندیزونو په اړه به غور وکړي او د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې به اقدام وشي.