د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج ملي کميټې غوڼده د یادې کمیټې د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزير محترم شیخ القرآن و الحدیث مولوي نور محمد ثاقب د ۱۴۴۵ ه-ق کال د حج پروسې د اجرااتو مفصل راپور وړاندې کړ.
وروسته د حاجيانو د غوره لېږد او د دوی د امنيت د تامين، د هوايي شرکتونو په وسیله د دوی د پروازونو د تنظیم، د استوګنې او روغتیايي اسانتیاوو او خدماتو د برابرولو، حاجيانو ته د حج مناسکو د تعليم او د حاجیانو د پیسو د انتقال په موخه د بانکونو تر منځ د همغږۍ په څېر موضوعاتو تر هراړخيزې ارزونې او بحث وروسته لازم تصميمونه ونيول شول.