په هغو مراسمو کې چې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست او د کورنیو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون، نن یکشنبه د روان کال د مرغومي په ۱۷مه ترسره شوه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او د کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د تفاهم لیک د لاسلیک مراسم د قرآن کریم په تلاوت سره، پیل شول.
په پیل کې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم قاري عبدالستار سعید، د دغو مراسمو په اړه خوښي وښوده وې ویل: تعاون او همکاري یو مهم اصل دی او یوه اداره له تعاون او همکارۍ پرته، خپلې موخې نشي ترلاسه کولی. د دغه تفاهم لیک لاسلیک به، د دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ کچه لا پسې پیاوړې او د لاسته راوړنو د انعکاس زمینه به برابره کړي.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، په هېواد کې د رسنیو رول او اهمیت ته په اشارې؛ دغه تفاهم لیک د ګډو موخو ترلاسه کولو لپاره مهم وباله او د هغه د مفادو پر تطبیق یې ټینګار وکړ.
ورپسې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، په هېواد کې د رسنیو اهمیت او ځای ځایګې ته په اشارې وویل: د کورنیو چارو وزارت د لاسته راوړنو د لا ښه انعکاس لپاره، زیاتې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا ده. د یاد تفاهم لیک لاسلیک به، د اطلاع رسونې جریان د پیاوړتیا او د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې زیاتولو برخه کې ګټور تمام شي.
وروسته، د کورنیو چارو وزارت مقام سر یاور، محترم مولوي عبدالرحیم ثاقب، د دغه تفاهم لیک لاسلیک، د وزارت د مطبوعاتي او نشراتي فعالیتونو د لا ښه والي لپاره مهم وباله، وې ویل: د کورنیو چارو وزارت، د وروستیو درې کلونو پر مهال په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، چې د همکارۍ تفاهم لیک به د یادو لاسته راوړنو د انعکاس برخه کې مهم رول ولوبوي.
دغه تفاهم لیک؛ د تخنیکي همکاریو د پراختیا، له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، د اطلاع رسونې جریان پیاوړتیا او د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي مسئولینو د مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه، لاسلیک شو.