د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په دوو جلا جلا غونډو کې د افغانستان د وزلوبې ملي سیالیو د پنځم پړاو له اتلې لوبډلې سربېره د مرکز او شمال زون د ګونګیانو له استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په پیل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وزلوبې د پنځم پړاو له اتلې لوبډلې سره په سپېدار ماڼۍ کې په داسې حال کې ولیدل، چې د المپيک ملي کمیټې مرستیال حافظ احمد جان او د وزلوبې فدراسیون رئیس غلام سرور جلال هم حضور درلود.
په دې کتنه کې د وزلوبې فدراسیون مسؤل غلام سرور جلال وویل، د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد لېرې پرتو سیمو ته د دې لوبو لړۍ رسیدلې چې له امله یې غوره استعدادونه د څرګندېدو په حال کې دي.
جلال د دې په څرګندولو سره چې د وزلوبې د سږکال اتلولي د سرپل لوبډلې وګټله وويل، له وزلوبې سره د افغانستان د تاریخي او ملي لوبې په توګه د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
په دېکتنه کې د سرپل اتلې لوبډلې مسؤلینو او پهلوانانو هم په ياد ولایت کې د وزلوبې ملي لوبې د ودې په موخه ځینې وړاندېزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وزلوبې د سیالیو له جوړونکو څخه مننه وکړه او د دې سیالیو اتلې لوبډلې ته یې مبارکي ورکړه. هغه وویل، د خوښۍ ځای دی چې ځوانان د ملي لوبې د ودې لپاره زحمت باسي او ویاړونه ترلاسه کوي.
محتره مولوي عبدالکبیر وویل، د جهاد له بریا وروسته اړتیا ده چې ځوان نسل خپله انرژي د هېواد په رغاونه، د ویاړونو په ترلاسه کولو او مثبتو فعالیتونو ولګوي، څو افغانستان له نړیوالو سره سیال شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د ورزشکارانو ملاتړ کوي او د دوی د ستونزو په حل کې به اقدامات وکړي، ترڅو ورزشکاران په ډاډه زړه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د مرکز او شمال زون د ګونګیانو له یوشمېر استازو سره د ګونګیانو سره وکتل. يادو استازو د دغې کتنې پرمهال ګونګيانو ته د کارموندنې، لازمو سهولتونو برابرولو او په دولتي جوړښتونو کې د هغوی د ګومارلو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت خپلو ټولو اتباعو ته په یو نظر ګوري او د هغوی ترمنځ هېڅ ډول توپير او تبعیض ته قایل نه دی.
محترم مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې وویل، ګونګیان د ټولنې د نورو وګړو په څېر له مساوي حقونو څخه برخمن دي او د هغوی د کاري ظرفیت او ځانګړو استعدادونو په پام کې نيولو سره به ورته د کار او زدکړو زمینه برابره شي.