د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې (د پوهنې ولایتي رئیسانو لپاره د چارو غوره همغږۍ) ورکشاپ کې چې د پوهنې وزارت له لوري جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د پوهنې محترم وزارت له رهبرۍ او مسوولینو څخه د دې ورکشاپ د جوړولو له امله مننه وکړه او دغه ډول وکشاپونه یې د تجاربو د تبادلې، د امارتي مسوولینو ترمنځ د تعارف او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره مهم وبلل.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه: اسلامي نظام د افغانانو پخوانۍ غوښتنه وه، چې د بې شمېره سرښندونو په پایله کې ترلاسه شوې او مسوولین د نظام او افغان ملت په مقابل کې په ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې مهم مسوولیت لري، باید د اسلامي اصولو مطابق ورته ژمن وي او یو له دغو مسوولیتونو څخه له مافوق مسوولینو څخه د ټیټ پوړو اطاعات دی او کله چې له مافوق څخه د ټیټ پوړو د اطاعت فرهنګ موجود نه وي د هیواد او نظام پرمختګ به ممکن نه وي او له بل لوري د مافوق مسوولینو مکلفیت دی چې پخپلو تر لاس لاندې مسوولینو شفقت او رحم ولري او همداراز مسوولین دنده لري چې له افغان ملت او مراجعینو سره په مهربانۍ او شفقت چلند وکړي او د هغوی کار په اسلامي او ښو اخلاقو ترسره کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې مسوولینو د زیار او هڅو ستاینه وکړه وې ویل، اسلامي امارت خپل مسوولیت بولي چې په مرکز او ولایتونو کې ښوونې او روزنې ته عادلانه لاسرسی برابر کړي، ترڅو د هیواد د ټولو سیمو اولادونه مدارسو او ښوونځیو ته لاسرسی ولري او په تېر کې په پوهنې او ښوونې او روزنې برخو کې شته نیمګړتیاوې لمنځه ولاړې شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې د ښوونې او روزنې اساس دی، چې بدبختانه په تېر کې د دې برخې کمیت او کیفیت ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده او د خیالي ښوونځیو، استادانو او زده کوونکو موجودیت یې بېلګې دي او اسلامي امارت ژمن دی، ترڅو ښوونې او روزنې ته له کمي او کیفیي نظره ارتقا ورکړي او تعلیمي نصاب اصلاح کړي، چې خوشبختانه د هیواد د پوهنې مسوولین دې برخې ته متوجه دي او خپله ټوله هڅه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هیواد د اولادونو ښوونه او روزنه د اسلامي امارت د مسوولینو لویه او مهمه دنده بولي او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو په اسلامي روحیه د هیواد د اولادونو د ښوونې او روزنې لپاره هڅه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي عصري علوم د ټولنې له لومړنیو اړتیاوو وبلل وې ویل، مسوولین دې هڅه وکړي ترڅو دغه علوم له اسلامي روحیې سره یو ځای د هیواد اولادونو ته زده کړي، ځکه له اسلامي روحیې پرته د عصري علومو زده کول د تېر په څېر د هیوادپاله انسانانو روزنه ناکاموي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو پای کې وویل، زموږ ګڼ شمېر هیوادوال له مختلفو هیوادونو څخه بېرته هیواد ته ستانه شوي چې د هغوی په منځ کې ګڼ شمېر یې لوستي او باستعداده کسان دي او د پوهنې وزارت مسوولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو له هغوی څخه د خپل استعداد مطابق کار واخلي چې په دې سره به له یوه لوري هغوی ته کاري زمینه برابره او له بل لوري د هیواد د اولادونو د ښوونې او روزنې لپاره د هغوی له ظرفیتونو څخه استفاده وشي.