شنبه ۲۳/۶/ ۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۱۶/۱۰/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: (۲۲) کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۳۳) راستنې شوې کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۱۰) کورنۍ ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او (۱۸۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه: (۲۲) کورنۍ په کمپ کې مېشت کړل شول.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۷۳۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې او (۱۲۲) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.