د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې محترم مولوي عبدالغفور د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د فارياب ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
نوموړي زياته کړه، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هيواد کې سرتاسري امنيت تامين شوی او خلک کولای شي خپلو کارونو ته ورسېږي او دا د افغان ملت لپاره لوی نعمت دی.
محترم مولوي عبدالغفور د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل ترڅو ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو، لرې پرتو ساحو ته د برېښنا لېږد او د دې ولسوالۍ د سړکونو ترميم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د امنيت تامين او د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت لومړيتوبونه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت په پام کې لري چې د هيواد په مختلفو نقطو کې د نويو او لويو پروژو په تطبيق سره خلکو ته کاري زمينه برابره کړي، چې دغه کار به په هيواد کې د اقتصادي پراختيا او پرمختګ لامل هم شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز وويل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام يادو برخو ته رسيدګي وکړي.