د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او د افغانستان لپاره د دې هیواد له ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې ناسته کې، د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت بهرنی سیاسي له اسلامي امارت سره پر همکاریو ولاړ دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ دا مهال د همکاریو ګڼ سندونه لاسلیک شوي دي.
ښاغلي قمي څرګنده کړه، هیواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې تړونونه لري او نورې پانګونې او تخنیکي همکاریو ته هم چمتو دی.
هغه وویل، ایران د سیمه ییز ګډ ترانزیټ لپاره هڅې کوي چې د سیمې د هیوادونو په اقتصادي پیاوړتیا او د سوداګرۍ په پراختیا کې به اغېزمن ثابت شي.
د نوموړي په وینا، له دې فرصت څخه په استفادې به د افغانستان توکي په مستقیم ډول د ترکیې او اروپا بازارونو ته ورسېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر او ځانګړي استازي په وینا، ایراني پانګوال له افغان لوري سره د کرنې په سکتور کې ګډ کار ته تیار دي او که افغانستان د کرنیزو توکو د صادرولو جوګه شي، نو د دې توکو لومړی بهرنی بازار به ایران وي.
حسن کاظمي قمي وویل، هیواد یې د اسلامي امارت له مخالفینو ملاتړ نه کوي؛ بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ برخه وګرځوي.
نوموړي وویل، هغه ډلې او کړۍ چې د ایران او افغانستان ترمنځ مخالفتونو او نفاق ته لمن وهي، هېڅکله به بریالۍ نشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په پيل کې، په ایران کې د وروستیو پېښو له امله چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ایراني لوري ته تسلیت ووایه وې ویل، داعش د یوه مشترک دښمن په توګه د سیمې د نا امنه کولو او د بې ګناه خلکو د وژلو هدف لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له افغانستان سره د ایران اسلامي جمهوریت له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه وې ويل، افغانستان له ایران او ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا او تحکیم غواړي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت پالیسي روښانه ده، چې له افغانستان څخه به د ایران په شمول هیچاته ګواښ پېښ نشي او کوښښ کوي چې د سیمې د ثبات او امنیت په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست پر مخ بیولو سره غواړي افغانستان د سیمې د اقتصادي ثبات او پراختیا د اتصال مرکز په توګه، خپل مهم رول ترسره کړي.