د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر محترم مولانا فضل الرحمن او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر کابل ته د ښاغلي مولانا فضل الرحمن او هیئت د راتګ هرکلی وکړ او هیله یې وښوده، چې کابل ته د هغه سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په تحکیم او د سؤتفاهماتو په راکمولو کې مؤثر واقع شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغان کډوالو له کوربه توب او له افغانانو سره د شوروي اتحاد ضد جهاد دور کې د پاکستان له مرستې څخه مننه وکړه وې ویل: اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان اسلامي جمهوریت سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکي غواړي.
هغه وویل، اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچاته خطر او ګواښ متوجه نشي او د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره دا ده، چې په واقعیتونو بحث وشي.
نوموړي وویل، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلن او په اجباري ډول د هغوی ایستل دې بند شي او افغان کډوالو ته دې لازم سهولتونه برابر شي.
محترم مولوي عبدالکبیر هیله وښوده چې مولانا فضل الرحمن او ورسره پلاوی د اسلامي امارت روښانه پيغام اسلام اباد ته ولېږدوي، چې اسلامي امارت په سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکی دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.
ورپسې د راغلي پلاوي مشر مولانا صاحب فضل الرحمن کابل ته په راتګ خوښي وښوده او وې ويل، دواړه اسلامي هیوادونه ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي، موږ باید د یو بل لپاره د نفع میدانونه جوړ شو او یو له بل سره تعاون وکړو.
نوموړي وویل؛ موږ د افغان مهاجرینو د اېستلو پریکړه غندو، دا ملتونه یو له بل سره ګډ مشترکات لري. زموږ مقصود دا دی چې شته تعلقات د دواړو هیوادونو په مشترکاتو استعمال کړو.
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو محترم وزیر مولوي امیرخان متقي راغلي وفد ته هرکلی ووایه او د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یې بشپړ معلومات ورکړل.
په دې ناسته کې، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او نورو غړو کابل ته په راتګ خوښي وښوده او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو په رغښت او د ستونزو په حل ټینګار وکړ.