د کورنیو چارو وزارت ویندویانو د ظرفیت لوړولو ستراتېژیک سیمینار، د دوشنبې په ورځ (۱۸ مرغومی ۱۴۰۲) په کابل کې پیل شو، چې لوړپوړو چارواکو، د رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو مسئولینو او ولایتي ویندویانو پکې ګډون کړی وو.
د سیمینار پرانیستې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اول معاون، محترم مولوي محمد نبي عمري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، محترم مولوي عتیق الله عزیزي، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال، محترم دوکتور لطف الله خیرخواه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني او د بېلابېلو ادارو مسئولینو ویناوې وکړې.
د کورنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ او لوړو زده کړو وزارتونو مسئولینو، د رسنیو او ویندویانو د رول او رسالت، د لاسته راوړنو د انعکاس، د ملت او دولت ترمنځ د همغږۍ تامین، رسنیو او خبریالانو سره د همکارۍ او تعامل کچې د لا ښه والي او د حقایقو په خپرولو سره د نظام پر وړاندې د منفي تبلیغاتو مخنیوي په اړه، خبرې وکړې او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه، چې د خپل کار په ساحه کې د سیمینار له مفادو څخه ګټه پورته کړي.
دغه راز، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د ولایتي ویندویانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره، د یاد سیمینار دایرول مهم وبلل، زیاته یې کړه: د دغه سیمینار په لار اچول به په ولایتونو کې د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د انعکاس، رسنیو سره د ښې همغږۍ تامین، معلوماتو ته د خبریالانو او خلکو لاسرسي او د حقایقو بیانولو برخه کې ښه فرصتونه برابر کړي.
محترم حقاني وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په دې وروستیو کې له کورنیو چارو وزارت سره، د تخنیکي همکاریو د پراختیا، له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، د اطلاع رسونې جریان پیاوړتیا او د وزارت د مطبوعاتي مسئولینو د مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه، د همکارۍ تفاهم لیک، لاسلیک کړ او هڅه کوي څو له دې لارې د محلي ادارو د اطلاع رسونې جریان لا پسې پیاوړی کړي.
د ویندویانو د ظرفیت لوړولو سیمینار به پنځه ورځې دوام وکړي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز به پکې له کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ، مهم رول ولوبوي.