د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو شورا رئيس محترم شیخ صاحب خیرالله سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د جوزجان ولایت د علماوو شورا رئيس محترم شیخ خیرالله په هیواد کې د اسلامي امارت په واکمنۍ او د امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ د هغه ولایت د ټولنیز، اقتصادي او ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه، په جوزجان ولایت کې امنیتي مسوولین د امنیت د تامین کوښښ او په ښه او نېک سلوک د خلکو خدمت کوي.
د جوزجان د علماوو شورا رييس د دې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي، د اسلامي امارت له رهبري یې وغوښتل چې د هغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د مدرسو، ښوونځيو او دارالایتامونو جوړولو او همدارنګه ځوانانو ته د شغلي فرصتونو برابرولو او د مجاهدینو د ستونزو حل ته زیاته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال وویل، علما د نظام ټينګښت او د بېلابېلو اقشارو په یووالي کې اساسي رول لري، نو لازمه ده د هیواد علما او مشران په دې برخه کې زیات کوښښ وکړي.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت به د امنیت د تامین او خلکو ته د لازمو اسانتیاوو په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي او شته امکاناتو ته په پام به یادو وړاندیزونو ته هم رسیدګي وکړي.