د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري د کابل ولايت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رئيسانو او محتسبينو لپاره د ظرفيت لوړولو سيمينار کې ګډون او وينا وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د دې وزارت د رهبرۍ او مسؤولینو له لوري د دغه ډول سيمینارونو جوړولو له امله د مننې ترڅنګ، دغه ډول سيمینارونه د ظرفيت لوړولو او د ادارو د مسوولينو او کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره مهم وبلل.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت د زرګونه علماوو، د قرانکريم حافظانو، مجاهدينو او د دې هيواد د بچيانو د وينو پايله او ثمره ده او لازمه ده چې د اسلامي امارت مسؤولين او په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت محتسبين په مسؤوليت او نيک چلند له زړه د نظام ساتنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړه، چې له خلکو سره د ياد وزارت د مسوولينو او محتسبينو نيک چلند د امر بالمعروف او نهې عن المنکر لپاره تر ټولو غوره طريقه ده، چې هغوی بايد له دې مهم مسووليت څخه غفلت ونه کړي او خلک پخپل نيک چلند سره ښو کارونو ته تشويق او له بدو منع کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د دې وزارت د شکايتونو اورېدلو مسؤولینو مهم مسؤوليت ته په اشارې وويل، د خلکو د شکايتونو او نظرونو اورېدل، راټولول او مسؤولینو ته يې رسول د عدالت په تطبيق او د ظلم په مخنيوي کې مهم رول لري او له هغوی يې وغوښتل، ترڅو په بشپړې امانتدارۍ د خلکو نظرونه او شکايتونه راټول کړي او د اسلامي امارت مسؤولینو ته يې ورسوي، ځکه د ظلم مخنيوی او د عدالت ټينګښت پخپله د امر بالمعروف او نهې عن المنکر يوه برخه ده چې د ازادۍ لارې د شهيدانو د اصلي ارمانونو يوه حصه ګڼل کېږي او د اسلامي امارت پر مسؤولينو لازمه ده چې د شهيدانو د ارمانونو ساتنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په پای کې د هيواد د پراختیا او ابادۍ لپاره د اسلامي امارت ټينګ هوډ ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، د لويو اقتصادي او پراختيايي پروژو په ترسره کولو سره هڅه کوو هيواد د پراختیا او پرمختګ مرحلې ته داخل کړو.