د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له یو شمېر مجاهدینو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې ليدنه کې د نورستان ولایت مجاهدینو د دې ولایت د ټولنیز او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، د نورستان مجاهدینو او ولسونو د جهاد په کلونو کې ډېرې قربانۍ ورکړي او سرښندنې یې له ځانه ښودلې دي.
دوی زياته کړه، که څه هم په نورستان کې يو شمېر ښوونيز مرکزونه فعال دي؛ خو بسنه نه کوي او اړتیا ده چې خلکو ته د دیني او عصري علومو د زمینې برابرولو په موخه په نورستان ولايت کې لا زياتې دیني مدرسې او ښوونځي جوړ شي.
د نورستان مجاهدینو دغه راز د اسلامي امارت په اډانه کې د نورستان د کادرونو د جذب ترڅنګ په یاد ولايت کې روغتیايي مرکزونو او سړکونو د جوړېدو غوښتونه هم وکړه.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په سپېڅلي جهاد کې د نورستانیانو سرښندنې او قربانۍ وستایلې وې ویل، د مجاهدینو د هڅو او قربانیو په پایله کې افغانستان د اسلامي نظام څښتن شو.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د نورستان د لویې لارې او ښوونیزو مرکزنو رغاونه او محرومو سیمو ته د متوازن انکشاف رسول، د اسلامي امارت په لومړیتوب کې دي او ژر به پرې کار پیل شي.