د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم محمد هاشم الکوزي سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی محترم محمد هاشم الکوزي خبرې وکړې وې ويل، تر کلونو ناامنيو وروسته د الله تعالی په مهربانۍ او د اسلامي امارت د مجاهدينو په هڅو بياځلي د اسلامي امارت ټينګښت په ټول هېواد کې د سراسري امنيت او ثبات رامنځته کېدو لامل شوی او اداري فساد لمنځه تللی، چې دغه کار په هيواد کې د ګډوډيو لمنځه تللو ته زمينه برابره کړې ده.
محترم الکوزي روغتیا، ښوونې او روزنې او نښلوونکو لارو ته د مسؤولينو د پاملرنې غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت مسؤولينو څخه يې وغوښتل، چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په مقابل کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم محمد هاشم الکوزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه، د امنيت تأمين، د فساد لمنځه تلل او په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د خلکو اساسي حقوق او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د حکومت په توګه د اسلامي امارت ژمنتيا ده.
نوموړي زياته کړه، مسؤولين به پورته موضوعاتو ته د رسيدګي لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي او د يو بل په همکارۍ او ملاتړ کولای شو ګران هيواد اباد کړو.