د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې رافیلا ایودیس سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې کتنه کې، اغلې رافیلا ایودیس په افغانستان کې په سراسري امنیت خوښي وښوده وې ویل، په ډاډه زړه یې د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ او د خلکو وضعیت یې له نږدې کتلی دی.
هغې له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې د مرستو د دوام خبر ورکړ او زياته يې کړه، اوس بشري مرستې اړینو کورنیو ته رسېږي او پکې د فساد اندېښنه نشته.
نوموړې وویل، افغانستان د اقلیمي بدلون قرباني هیواد دی او اړتیا ده، چې نړیوال افغانستان ته ځانګړې پاملرنه او د اقلیمي بدلون د زیانونو مخنیوي لپاره اړینې مرستې وکړي.
د اروپايي اتحاديې شارژدافیرې د افغانستان او اروپايي اتحادیې د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ وې ویل، افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د نقش مننه وکړه وې ویل، دا مهال په افغانستان کې فساد، نشه يي توکي او زورواکي پایته رسېدلې ده، داعش ځپل شوی او سرحدات کنټرول شوي دي.
نوموړي وويل: اړتیا ده چې له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او د بنسټونو په رغولو کې اساسي مرستې وشي.
د ریاست الوزراء مرستیال له افغان کډوالو سره د اروپايي اتحادیې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه، په اجباري ډول او شرایطو ته له پام پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د ټولو قوانینو خلاف و او دوی یې محکوموي