د افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کندز ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل.
په پيل کې هغوی د کندز ولایت د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، د اسلامي امارت مسوولین خلکو ته د خدماتو برابرولو نه ستړي کېدونکي کوښښونه کوي او د دې ولایت خلک له امارتي مسوولینو په ځانګړي ډول مجاهدینو څخه د امنیت د تامین په برخه کې رضایت لري.
هغوی زیاته کړه، په هغه ولایت کې د ښوونې او روزنې، روغتیا، معیاري سرکونو او د وچکالۍ له امله د کرنې په برخه کې ځینې ستونزې شته او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې پورتنیو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت خلکو ته د خدماتو برابرول له خپلو اساسي ژمنتیاوو څخه او همدارنګه خپل ویاړ بولي او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو رسولو کې خپلې هلې ځلې نه
درېغوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ښوونې او روزنې، روغتیا، نښلوونکو لارو موضوعاتو او د وچکالۍ له امله د بزګرو ستونزو ته اشاره وکړه او وې ویل، د اسلامي امارت مسوولین کوښښ کوي د امکان ترحده د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.