د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر غړو او مسؤولینو په ملتیا خوست ولایت ته سفر وکړ.
له نوموړي سره په دې سفر کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال او یو شمېر نور مقامات، علماء او مجاهدین ملتیا کوي.
خوست ته له رسېدو وروسته، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د خوست والي محترم الحاج ملا بسم الله عبدالله او مرستیال والي محترم مولوي محبوب شاه قانت سره په لیدنه کې د ياد ولایت پر امنیتي او ټولنیز وضعیت خبرې وکړې.
د خوست والي محترم الحاج ملا بسم الله عبدالله وویل، د مرکز متون په ګډون د خوست په ټولو سیمو کې امنیت تأمین دی او د قومي مخورو او ولسونو په همکارۍ په دې ولايت کې د ځايي ادارو فعاليتونه اغېزناک او له امله يې مثبت پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال به نن د خپل سفر په جريان کې، د خوست ولايت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځایي مسؤولینو سره هم وګوري.