د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په لړ کې، د خوست جهادي مدرسې د دستار بندۍ او فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دې مناسبت د خوست ولایت په لوبغالي کې جوړې شوې غونډه کې د ریاست الوزراء په سیاسي مرستیال سربېره، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر، حافظ انس حقاني، د وزارتونو څو تنو مرستیالانو، علمای کرامو، د خوست سیمه ییزو مقاماتو او د خوست زرګونه اوسېدونکو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.
دې غونډې ته په وینا کې، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ټولو فارغ شویو علماوو، د جهادي مدرسې مسؤولینو او مدرسینو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د مدرسو او پوهانو د زیار په پایله کې هېواد امن او مدرسو ته د خدمت ښه زمینه برابره شوې ده.
مولوي عبدالکبیر اوسنی حکومت بشپړ اسلامي نظام وباله او په وینا یې له اسلامي امارت سره په جهادي مبارزه کې د ملت او افغان قومونو نږدې ملګرتیا د دې سبب شوه چې د غرب پر وړاندې جهاد بریالی شي.
محترم سیاسي مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل، په هیواد کې د اسلامي نظام دښمنان هېڅ ځای نه لري، خلک او ولسونه نور اجازه نه ورکوي چې څوک د دې نظام په خلاف بغاوت وکړي.
هغه زیاته کړه، افغانان نور له جګړو ستړي دي، له کابو پنځو لسیزو جګړو وروسته افغانان خپلې همېشنۍ موخې ته چې په هیواد کې د اسلامي نظام حاکمیت دی رسېدلي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اوس د هېواد رغونې وخت دی، نه د جګړو او نا امنیو د رامنځته کېدو، هر څوک چې د جګړې شعار ورکوي یا په افغانستان کې د امنیت د اخلال هڅې کوي، لومړی به د ملت له شدید مخالفت او مزاحمت سره مخ شي.
د نوموړي په وینا، د اسلامي نظام ملاتړ د هر فرد او علماوو وظیفه ده او ډاډ يې ورکړ، چې په اسلامي امارت کې د ټولو هیوادوالو حقونه خوندي او هر ډول تعصب او تبعیض له منځه تللی دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له حکومت سره د خوست د قومي مشرانو د همکاریو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، قومي مخور او ولسونه دې له حکومت سره خپلې اړیکې دوامداره وساتي.
هغه وویل، اسلامي امارت له هیوادونو سره مثبتې او ښې اړیکي غواړي، د ستونزو د حل لپاره یې د خبرو اترو دروازه پرانیستې ساتلې؛ خو دا هم په ډاګه کوي چې پر اسلامي امارت هېڅ ډول فشار نتیجه نه ورکوي.
دې غونډې ته د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي هم وینا وکړه او فارغو علماوو ته د مبارکۍ ترڅنګ يې وویل، د ټولنې په اصلاح کې خپل مسؤولیت په سمه توګه ترسره کړئ.
ښاغلي شیخ خالد زیاته کړه، غرب غوښتل په ډیموکراسۍ او ورته نورو نومونو افغان ټولنه ناسم لوري ته بوځي، خو بهرنیان خپلو موخو ته ونه رسېدل.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ښځو حقونو د ورکړې مسؤولیت لري او مېرمنې خپل حقوق ترلاسه کولای شي.
دغه راز د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړي حافظ انس حقاني هم دې غونډې ته پخپلې وینا کې وويل، دیني مدرسو ته تر بل هر وخته ښه سهولتونه رامنځته شوي او له فارغو علماوو یې غوښتنه وکړه چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او په ترلاسه کړو زده کړو بسنه ونه کړي.
حقاني یادونه وکړه، چې فارغ شوي علما دې د دندې پر ځای تدریس او لوړو زده کړو ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو ټولنه سم حالت ته ورسېږي.
د دې غونډې په پای کې د جهادي مدرسو عمومي رئیس شیخ عبدالواحد طارق وویل، اسلامي امارت د مدرسو پیاوړتیا او غوره تدریس په موخه ګڼ اغېزمن کارونه ترسره کړي او لا هم دوام لري.
د محترم طارق په وينا، په ۳۳ ولایتونو کې جهادي مدرسې جوړې شوي او تر دې مهاله جهادي مدرسو څخه ۳ زره کسان فارغ شوي دي.