د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غزني ولايت علماوو، مجاهدينو او د اتلسو ولسواليو ولسوالانو سره وکتل.
په دې ليدنه کې، په پيل کې هغوی د ټولنيزو او امنيتي موضوعاتو او په يادو ولسواليو کې د سيمه ييزو ادارو د فعاليتونو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی د اسلامي امارت د مجاهدينو د قربانیانو، سرښندنو او زيار يادونه وکړه زياته يې کړه، په ټوله هڅه د خلکو خدمت، د امنيت تأمين او هوساينې لپاره د اسلامي امارت د رهبري او مشرانو په لارښوونه عمل کوي.
هغوی همداراز د اسلامي امارت مسوولينو څخه وغوښتل د سيمه ييزو ادارو د پياوړتيا او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو، روغتيا او انکشافي پروژو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.
په مقابل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د دې هيواد د زرګونه علماوو، ځوانانو، ښځو او ماشومانو د زيار، قربانيو او شهادت پايله ده او په مرکز او ولايتونو کې د اسلامي امارت مسؤولين د دغو خلکو خدمتګاران دي، چې تر خپلې وسې به د هغوی اړتياوې او ستونزې په نښه او د حل لپاره اقدام وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې زياته کړه، اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په ټولو ولسوالیو کې د ستونزو له منځه وړلو او د انکشافي چارو لپاره اقدام کوي.