د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم محمد ايوب انصاري سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې محترم محمد ايوب انصاري وويل، د خدای (ج) په مهربانۍ او د اسلامي امارت د مجاهدينو له هڅو او په هيواد کې له کلونو بې ثباتۍ او ناامنۍ وروسته، د اسلامي امارت په حاکميت سره امنيت او سراسري ثبات رامنځته شوی، اداري فساد لمنځه تللی او نشه يي توکي په بشپړه توګه محوه شوي چې د خوښۍ ځای دی.
په مقابل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم انصاري ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د امنيت تأمين، د فساد لمنځه وړل، په مختلفو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د خلکو د اساسي حقونو او د اسلامي امارت له ژمنتياوو څخه دي او مسؤولين به پورته موضوعاتو ته د رسيدګي لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول حق لري په دې خاوره کې په امنيت او ارامۍ کې، چې الحمدالله د اسلامي امارت تر سيوري لاندې رامنځته شوي، ژوند وکړي.