د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ادارې مسئولینو ، د دوشنبې په ورځ (۱۶ سلواغه ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال؛ په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو د جوړېدونکی نړیوال کنفرانس په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، محترم دوکتور لطف الله خیرخواه، په دې خبري کنفرانس کې وویل: په راتلونکې اونۍ کې به په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي، د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو استادان او متخصصین به پکې په حضوري او انلاین بڼه ګډون وکړي.
ښاغلي خیرخواه، اقلیمي بدلون؛ یوه حیاتي او د افغانستان په ملي قضایاوو کې شامله موضوع وبلله او زیاته یې کړه چې له دې موضوع سره باید مناسب تعامل وشي.
د محترم خیرخواه په خبره، د اقلیمي بدلون په دې نړیوال کنفرانس کې به د ۱۴۰ مقالو او څېړنو په وړاندې کولو سره، هڅه وشي چې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمنېدو په اړه، علمي پایلې او موندنې له نړیوالو سره شریکې او په دې برخه کې خپل غږ اوچت کړي.
دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حقاني، هم په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس، یو مهم کنفرانس وباله وې ویل، چې د یاد کنفرانس له لارې به پر افغانستان باندې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه، د علمي مقالو او څېړنو پایلې له نړیوالو سره شریکې شي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، په دې کنفرانس کې به نړیوالو ته دا پیغام ورسوو، چې اقلیمي بدلون یوه بشري او انساني موضوع ده او دې موضوع ته باید له سیاسي لیدلوري و نه کتل شي. د هغه په خبره، اقليمي بدلون افغانستان تر ټولو سخت ځپلی په داسې حال کې چې د اقليمي بدلون په لاملونو کې تر ټولو لږ ونډه لري. نوموړي له مسئولو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مقابلې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.