د افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد یو شمېر ډاکترانو او متخصصینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د طبي شورا عمومي رئيس محترم ډاکتر ګل محمد عثمان او د عامې روغتیا وزارت معین محترم محمداسحق اخندزاده هم حضور درلود، په پيل کې محترم پروفیسور عبدالکریم قیومي د نورو په استازیتوب د هیواد د صحي، روغتونونو او ډاکترانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل، د امکاناتو او پرمختللو طبي وسایلو برابرولو او د متخصصینو د ظرفیت لوړولو، په طبي کوریکولم او صحي سکتور کې د ځينو اصلاحاتو راوړلو سره کولای شو په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو ستونزې حل شي.
محترم پروفیسور قیومي د اسلامي امارت مسوولینو څخه وغوښتل چې د متخصصو ډاکترانو روزنې او ټریننګ، د معیاري طبي وسایلو برابرولو او په ټول هیواد کې د صحي مرکزونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال روغتیا د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه وبلله او وې ویل، اسلامي امارت افغانانو ته د صحي خدماتو برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې مسوولین کوښښ کوي د متخصصو او تکړه ډاکترانو د روزنې او ټریننګ او د هغوی د استخدام ترڅنګ روغتونونو او صحي مرکزونو ته پرمختللي طبي امکانات برابر کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، اوس په هیواد کې د متخصصو ډاکترانو د روزنې او ټریننګ لپاره مناسب ظرفیت موجود دی او له دې ظرفیت څخه په ګټه اخستنې کولی شو ډېرې صحي ستوتزې حل کړو.