د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د (آی، ایچ، ایچ) خیریه مؤسسې له رئیس او مسؤلینو سره وکتل.
په پیل کې محترم مجاهد کلیچ د نورو په استازولۍ د یادې مؤسسې د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
محترم کلیچ زیاته کړه، د (آی، ایچ، ایچ) خیریه مؤسسې تر دې مهاله د جموماتو جوړولو، کرنې، د اوبو څاګانو د کېندلو او کارموندنې، د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره د مرستې او ناروغانو د درملنې په برخو کې اغېزمن او پام وړ اقدامات کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې مؤسسې مسؤلین هڅه کوي چې د افغانستان په څلور دېرش ولایتونو کې د خپلو خیریه فعالیتونو په پراخولو سره د پورته ذکر شویو مرستو او فعالیتونو سربېره بې وزله او نادارو خلکو ته د خوراکي توکو د تامین او د دوی د خودکفایۍ په برخه کې هم فعالیت وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د (آی، ایچ، ایچ) خیریه مؤسسې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان بې وزله خلکو سره د مرستې په خاطر د یادې مؤسسې د فعالیتونو او کړنو مننه او قدردانی وکړ.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال، په پورته ذکر شویو برخو کې د (آی، ایچ، ایچ) خیریه مؤسسې مرستې اغېزناکې وبللې او د دې مؤسسې له رئیس او مسؤلینو یې وغوښتل چې تازه اجباري راستنو شویو مهاجرینو ته د مهاجرینو په ښارګوټو کې د شغلي فرصتونو د ایجاد او مسکن جوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.