د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نور الدین عزیزي هم حضور درلود، د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون د بېرته راستنېدونکو سوداګرو لپاره د اسانتیاؤ د ایجاد کمیټې غونډه، جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د یادې کمیټې رئیس محترم الحاج نور الدین عزیزي، بېرته راستنېدونکو سوداګرو ته د اسانتیاؤ د ایجاد په موخه د دې کمېټې د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د بېرته راستنېدونکو سوداګرو د تثبیب فورم د څرنګوالي، په صنعتي پارکونو کې دوی ته د ځمکو د وېش، یادو سوداګرو ته د مالیاتي معافیت او د سوداګرۍ ویزې پر موضوعاتو هراړخیز بحثونه ترسره او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په پای کې د غونډې ګډونوالو د کمیټې د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه شریک کړل.