د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په دوو جلا ناستو کې د اهل تشیع له یو شمېر قومي مخورو او علماوو او همدارنګه په لوګر کې مېشت د دادیخیلو قوم له مشرانو سره ولیدل.
په لومړۍ ناسته کې د اهل تشیع علمای کرامو د اسلامي امارت لخوا د هزاره وګړو غوښتنو ته د رسېدو او له هغوی سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، د تېرو ناستو په پایله کې د حکومت او قومونو تر منځ د همکارۍ ښه باب پرانیستل شوی او پر وخت د ستونزو د حل له کبله د دوی خلک راضي او خوښ دي.
د اهل تشیع قومي مشرانو یادونه وکړه، یو شمېر کړۍ له بهره په منفي تبلیغاتو غواړي د افغانستان وضعیت ناسم وښيي؛ خو د اسلامي امارت له مشرانو سره ناستې، د ولس او حکومت د نږدې اړیکو څرګندويي کوي او پر حکومت د خلکو باور په ډاګه کوي.
په دغه ناسته کې د اهل تشیع علماوو په څو لیرې پرتو سیمو کې د ځینو ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، افغان علماء او قومي مشران د حکومت او ملت تر منځ د ارتباط قوي آدرسونه یاد کړل او وې ویل، اسلامي امارت د اهل تشیع علماوو له همکارۍ خوښ او مشورو ته یې په درنه سترګه ګوري.حکومتي ادارې د خلکو په چوپړ کې دي او ډاډ یې څرګند کړ، چې د اهل تشیع وګړو غوښتنو ته به د تېر په څېر رسیده ګي وشي.
همداراز په یوه بله ناسته کې د لوګر دادیخيلو قومي مشرانو د هغوی په سیمو کې د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز حالت خبرې وکړې او له سیمه ییزو ادارو سره یې د دوامداره همکارۍ یادونه وکړه. د دادیخیلو قومي مشرانو همدارنګه په خپله سیمه کې د جامع جومات او دینې مدرسې د رغاولو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال وویل، حکومت خپلو امکاناتو ته په پام د ټولو ولسونو غوښتنو ته توجه کوي او اړونده ادارې به د دادیخیلو د اوسېدونکو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.