د تېرې ادارې مسؤلینو ته د مصؤنیت کارتونو د وېش پر دوام څو تنو نورو له بهره راغلو پخوانیو مسؤلینو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر هېواد ته د پخوانیو چارواکو په راتګ خوښي څرګنده کړه او هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې یادونه وکړه چې د اسلامي امارت غېږ ټولو افغانانو ته خلاصه ده.
نوموړي د اړیکو کمېسیون د طرزالعمل پر بنسټ راغلو پخوانیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د مصؤنیت کارت لرونکي له ځانګړو امنیتي او حقوقي اسانتیاوو څخه برخمن دي او په حقوقي مسایلو کې یې ادارې د جلب حق نه لري.
مولوي ذاکر وویل، د تېر حکومت ګڼ شمېر پخواني لوړپوړي چارواکي او مسؤولین له اړیکو کمېسیون سره په تماس کې دي او ژر به هېواد ته را وګرځي.
راغلو پخوانیو مسؤلینو د اسلامي امارت د عمومي عفوې او اړیکو کمېسیون ستاینه وکړه او وې ویل، هيڅ افغان په بهر کې مناسب ژوند نه لري او دا ښه فرصت دی چې هغوی خپل ټاټوبي ته په عزت راوګرځي.
دوی ډاډ ورکړ، چې د اړتیا په صورت کې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته حاضر دي.