د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د کابل د ۲۲ ناحیو او ۱۴ ولسوالیو د ځوانانو شورا له غړو سره ولیدل.
په دې کتنه کې د یادې شورا غړو وویل، په تېره اداره کې حکومتي واګې له غربه د راغلو ځوانانو په اختیار کې وې چې له افغاني او اسلامي ارزښتونو او احکامو خبر نه وو او نه یې ملي ګټو ته وفاداري لرله.
د هغوی په وینا، په تېرو شلو کالو کې د خلکو په اذهانو هم یرغل شوی وو؛ خو الحمدلله د اسلامي امارت له ټینګښت سره په هېواد کې ژمنو او مسلمانو ځوانانو ته پاملرنه ډېره شوې ده. هغوی په دې خوښي وښوده، چې د اسلامي امارت د مسؤولینو دروازې د ځوانانو پر مخ پرانستي دي.
دغه راز یې د ځوانانو د شته ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل، اسلامي امارت دې د بې روزګارۍ له امله بهر ته د تلونکو ځوانانو مخه ونیسي او په کور دننه دې ورته د کار زمینه برابره کړي.
دغو ځوانانو اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام وباله، د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ او ویې ویل، هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې ځوانان د غرب او نورو تبلیغاتو ښکار شي او یا دې د هېواد او نظام پر خلاف حرکت وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په تېره شل کلنه مبازره کې یوازې د مدرسو فارغو ځوانانو نه، بلکې د افغانستان ټولو ځوانانو ډېره قرباني ورکړې، فعاله مبارزه یې کړې او اوس هم په اسلامي امارت کې تر ډېره ځوانان فعاله ونډه لري. هغه وویل، اسلامي امارت د ځوانانو دی او ځوانان د اسلامي امارت دي چې د ستونزو حل ته به یې ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل، اوس په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی، فساد ختم شوی او په هېواد کې آزاد خپلواک نظام حاکم دی چې قومي، ژبني او سمتي تعصبات او توپيرونه پکې ځای نه لري، د اهلیت او علمیت پر بنیاد به پکې ټاکنې کېږي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت له نړیوالو سره خپلې اړیکي د متعادل سیاست له مخې تنظیموي او دا مهال په بهرني سیاست کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دوحې ناستې په اړه وویل، د اسلامي امارت معقولې او پر ملي ګټو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه پرېکړه وه.
نوموړي وویل، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې تقریبا نهه سوه تنه شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي او په نېږدې راتلونکې کې به نور مطرح او مهم شخصیتونه هم هېواد ته را وګرځي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت غېږ ټولو افغانانو ته خلاصه ده او ټينګار یې وکړ، چې ټول افغانان دې په هېواد کې د عزت او ارامۍ ژوند ته را وګرځي.