د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د لغمان ولایت د کوچیانو له یو شمېر قومي مشرانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو وویل، په تېرو دوه لسیزو کې کوچيان د افغان ولسونو سره سم وکړیدل او دا مهال د ژوند له لومړنیو او اساسي خدماتو هم بې برخې دي.
د دغو مشرانو په وينا، دا مهال د ښوونځیو، روغتیايي کلینیکونو، مدارسو او پاکو اوبو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي. دغه راز په هېواد کې د روانې وچکالۍ له امله یې مالداري هم زيانمنه شوې ده. دوی د هيواد په ځینو سیمو کې د څړ ځایونو د ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، د کوچیانو له دغو قومي مشرانو په مننې وویل، کوچیانو د نورو افغانانو په څېر د جهاد په دواړو دورو کې فعاله ونډه اخیستې او قربانۍ یې ورکړي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، کوچیان د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري، د دوی د ستونزو د حل لپاره به اړونده مسؤولین د خپلو امکاناتو په محدوده کې لاس په کار شي.
محترم مولوي عبد الکبیر د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، وچکالۍ په افغانستان کې د میلونونو وګړو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او اړتیا ده چې د دې ستونزې د رفع کولو لپاره کورني او بهرني بنسټونه او مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرستې وکړي.