د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر په سپېدار مانۍ کې د نورستان له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره وکتل.
په دې کتنه کې د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ د واورې او غره ښويېدنې پېښې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، یاده پېښه د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلي کې رامنځته شوې چې ۲۱ تنه پکې شهیدان، ۴ تنه ټپیان او ۲۴ کورونه پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
مولوي فیصل مختار زياته کړه، د نورو زیانونو د مخنیوي او له زيانمنو سره د مرستې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د نورستان یو شمېر ولایتي ادارې او د اوچا اداره په کې ګډون لري.
د نوموړي په وينا، ۲۵۰ کورنۍ لا هم له ګواښ سره مخ دي، چې په موقت ډول د نورګرام ولسوالۍ په اوله حصه کې په لنډمهالي پنډغالي کې ځای پر ځای شوي او مرستې ورسره دوام لري، خو د اوږدمهال لپاره اړتیا ده چې دغو کورنیو ته په پاخه او اساسي ډول سر پنا جوړې شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر پر یادې پېښې خواشیني وښوده، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جميل صبر دعا وکړه.
محترم مولوي عبد الکبیر له ټولو مرستندویه ادارو په مننې وویل، ټولې اړوند امارتي ادارې، مرستندویه مؤسسې او بنسټونه دې زیان سره مخ کورنیو لپاره د اساسي سرپناه جوړولو لپاره لاس په کار شي.