د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر په شمالي ولایتونو کې د مېشت ځدراڼ قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې راغلو قومي مشرانو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ځدراڼ قوم ټولنیز او اقتصادي حالت ته په اشارې وویل: د اشغال پر مهال د هغوی پر کورونو د شپنیو چاپو او بمبار له امله يې ډير کړاوونه ګاللي او هر څه يې له لاسه ورکړي دي.
د يادو مشرانو په وینا، په سیمو کې یې د امن په راتګ سره اوس خلک کولای شي له ځايي ادارو سره خپلې ستونزې شریکې او همدارنګه د مسؤلینو او ولسونو تر منځ همکارۍ ته زمینه هم برابره شوې ده.
په شمالي ولایتونو کې د مېشتو ځدران قوم مشرانو د خپلو وړاندېزونو پر مهال له اسلامي امارت څخه وغوښتل په لویو رغنيزو پروژو کې ورته د کار زمینه برابره کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، د جهاد په وروستۍ دوره کې د هېواد د شمالي ولایتونو د اوسیدنکو د هڅو په ستایلو سره وویل، له مجاهدینو څخه د ولسونو د ملاتړ او قربانیو له امله نن افغانستان د یوه بشپړ اسلامي نظام درلودونکی دی.
محترم مولوي عبد الکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه په مننې وویل، د علماوو او قومي مشرانو هڅې کولای شي د ولسونو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال په شمال کې مېشت د ځدراڼ قوم مخورو ته ډاډ ورکړ چې اړوند ادارې به يې غوښتنو او وړانديزونو ته د رسيدګۍ په موخه لازم اجراات ترسره کړي.