د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا ادراي مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د شهیدانو او معلولینو وارثینو ته د بدیل معیشت او د خوړو خوندیتوب برنامې په چوکاټ کې، د ۱۲۰ تنو د فراغتغونډې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پیل کې، د شهیدانو او معلولینو د وارثینو پیاوړتیا لپاره د دغه ډول برنامو جوړولو له امله له شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څخه مننه وکړه ويې ویل، د ۱۳۵۷ کال د غویي له ۷ وروسته چې داخلي کمونېستانو کودتا وکړه او له هغه وروسته پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل وشو، نو زموږ د هیواد میلیونونه کسان او ماشومان شهیدان او معلول شول.
نوموړي زیاته کړه، د مجاهدینوله بریا وروسته د خپلمنځي جګړو پر مهال هم زموږ زرګونه هیوادوال معیوب او معلول شول او متأسفانه په وروستیو شلو کلونو کې چې غربي اشغالګرو پر افغانستان برید وکړ، مجاهدین، د قرانکریم حافظان، ځوانان، ښځې او د مدرسو شاګردان شهیدان شول او لوی شمېر هم معلول او معیوب شول.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، نن الحمدلله اسلامي امارت د خپل مسوولیت په درک کولو سره د اسلامي نظام په توګه د اسلامي امارت د شهیدانو کورنۍ، کونډې او یتیمان چې د اشغالګرو ځواکونو په بمبار کې په شهادت رسېدلي او همدارنګه د هغو کسانو کورنۍ، کونډې او یتیمان چې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدلي او وژل شوي دي په شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې ثبت او راجستر کړي او سرپرستي یې کوي او د هغوی د ماشومانو لپاره یې د تعلیم او تربیې زمینه برابره کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې نن په مختلفو حرفو کې د شهیدانو او معلولینو د ۱۲۰ تنه وارثینو د فراغت شاهدان یوو چې دغه برنامه به یې د ژوند په چارو کې د ځان بسیاینې لامل شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د معتادینو موضوع ته په اشارې وویل، متأسفانه زموږ ګڼ هیوادوال په تېرو شلو کلونو کې معتاد شوي دي، چې له یو میلیون څخه زیات کسان یې ښځې او ماشومان جوړوي او خوشبختانه اسلامي امارت په ټول هیواد کې په مختلفو کمپونو کې زرګونه معتادین راټول کړي او تر درملنې لاندې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پای کې له سوداګرو او هغو کسانو چې مالي او اقتصادي وړتیا لري وغوښتل، چې د شهیدانو او معلولینو د وارثینو په تعلیم او تربیه کې تر خپلې وسې مرسته وکړي، ترڅو هغوی وکولای شي په مختلفو برخو کې په زده کړو سره په راتلونکې کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.