د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند (س) له مشر او د حقانیه دارالعلوم له نایب مهتمم مولانا حامد الحق، د دې ګوند د غړي سید محمد یوسف شاه او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي حامد الحق، په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټینګښت خوښي وښوده او د افغانستان او پاکستان ملتونه یې ورونه یاد کړل. نوموړي وویل، دواړه ملتونه ګڼ اسلامي، فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه او مشترکات لري.
هغه د دواړو هېوادونو اړیکي مهمې او ګټورې وبللې وې ویل، د پاکستان علماء او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي، څو دواړو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي.
مولانا حامد الحق د نړيوالې ټولنې له لورې د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کېدو نیوکه وکړه وې ویل، دغه ډول یو طرفه او ظالمانه اقدامات افغانان زیانمنوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، مولانا حامد الحق او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه وې ویل، په افغانستان کې اسلامي نظام د افغانانو هیله وه چې د پوره کېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ وزغملې.
محترم مولوي عبد الکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه چا ته ګواښ پېښ شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اړیکو په رغښت کې د علماوو ونډه مهمه یاده کړه وې ویل، دا مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او هیچا ته د تخریبي اعمالو اجازه نه ورکول کېږي.