د افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولایت یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.
په پيل کې محترم مولوي متوکل د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د بدخشان ولایت د مجاهدینو د وضعیت،ټولنیزې اوضاع او د یاد ولایت د امنیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت محلي مسوولین د امنیت د تامین او د خلکو د ستونزو په حل کې تل کوښښ کوي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خلکو او امارت په نږدېوالي کې د علماوو او مشرانو رول او همدارنګه د هغوی کړنې او فعالیتونه وستایل.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، د سراسري امنیت تامین، د ټولنیز وضعیت ښه والی او د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او لازمه ده چې مجاهدین او محلي مسوولین په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې وکړي.