د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په دوه جلا-جلا ناستو کې په پاکستان کې مېشت د بغلان ولايت کډوالو له استازو او د پکتیا احمد آبا ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل.
په لومړۍ ناسته کې په پاکستان کې مېشت د بغلان د یو شمېر کډوالو استازو وویل، دوی په پاکستان کې د زرګونه کډوالو استازي دي چې ډېر ژر به هېواد ته راستانه شي او ټول کډوال خپل ټاټوبي ته په راتګ خوشحالېږي.
هغوی په تورخم او سپین بولدک کې راستنېدونکو ته د اسلامي امارت د اسانتیاوو او مالي امکاناتو برابرولو مننه وکړه او وې ویل، زرګونه افغان کورنۍ غواړي له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شي.
یادو استازو د هېواد شمال ته د راستنېدونکو افغان کډوالو یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت مقام سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د راستنېدونکو هېوادوالو استازو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لارې چارې او امکانات برابر کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه، حکومت د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ټاکلی چې د حکومتي او مرستندویه بنسټونو مرستې همغږې او د هغوی ټولې ستونزو ته رسېدنه کړي.
همدارنګه په یوه بله ناسته کې د پکتیا د احمدآبا ولسوالۍ مخورو وویل، ددغه ولایت په کچه قومي جوړښتونو څو ځله ګډې ناستې او پریکړې کړي چې قومي مخور او علماء له ځايي ادارو سره خپلې همکارۍ زیاتوي؛ څو په پکتیا کې د بیارغاونې پروسه چټکه او د څو لسیزو ستونزې حل شي.
دغو قومي مخورو د ښوونځيو، مدرسو او سړک رغاولو په برخه کې د ولسونو وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، له اسلامي امارت سره د پکتیا د قومي مخورو او علماوو له همکاریو په مننې وویل، د اسلامي نظام له راتګ وروسته حکومت غواړي د ولسونو خدمت وکړي او هڅه کوي د افغانانو د ژوند سطحه لوړه کړي. نوموړي د پکتیا مخورو ته ډاډ ورکړ، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.