د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار له والي محترم الحاج مولوي ګل محمد سره وکتل.
په پیل کې د ننګرهار والي محترم الحاج مولوي ګل محمد په خپلو خبرو کې د دې ولایت د اقتصادي، اجتماعي او د سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، سیمه ییز مسؤلین د امنیت په تامین او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې تل هڅې کوي.
د ننګرهار والي همداراز د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې په دې ولایت کې دې د کرنېزې پراختیا په برخه کې د پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دغې کتنې خوښې څرګنده او د ننګرهار ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د سرتاسري امنیت ټینګښت او اجتماعي هوساینه د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي او لازمه ده چې سیمه ییز مسؤلین په دې برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
محترم مولوي عبد السلام حنفي د ننګرهار والي وړاندېزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام دغې برخې ته رسیدګي وکړي.