د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له علماؤ، متنفذینو او مجاهدینو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې دوی د سرتاسري امنیت د تامین، د سوداګرۍ او اقتصادي زمینو د پراختیا او په هیواد کې د اداري فساد د لمنځه وړلو په برخو کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه.
راغلو علماؤ، متنفذینو او مجاهدینو زیاته کړه، سیمه ییز مسؤلین ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې او د ستونزو په حل کې یې ناغېړي نه کوي.
دغه راز دوی د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د مجاهدینو د ستونزو او عریضو د وړاندې کولو ترڅنګ د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې ځوانانو ته د تعلیم او تربیې او شغلي فرصتونو ایجاد برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، علمای کرام او مخور د هیواد د بېلابېلو اقشارو ترمنځ د ملي وحدت د ټینګښت او د عمومي فکرونو په روښانولو کې اغېزمن رول لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت به د خپل توان په محدوده کې یادو مواردو ته رسیدګي وکړي.