د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ، د ریاست الوزراء اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا غونډه په ارګ کې ترسره شوه.
غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل او د ریاست الوزراء دفتر عمومي رئیس محترم الحاج ډاکتر ملا عبدالواسع ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې د هدف په تړاو معلومات ورکړل.
ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، د دې غونډې موخه د ریاست الوزراء اړوندو ادارو کې د چارو د لا چټکتيا، په اداري چارو کې د ځنډ مخنیوی، د همغږۍ زیاتوالی او لا زیات شفافیت رامنځته کول دي.
ورپسې د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث نورالحق انور په شرعي او سالمه توګه د مسؤولیت ترسره کول بهترین عبادت وباله وې ویل، مشوره الهي حکم دی او د اسلامي نظام هدف دادی چې د الله (ج) د رضا لپاره د هغه د بندګانو په ښه توګه خدمت وکړو.
همداراز د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د ساتنې لوی رياست په نمايندګي مولوي محمد عالم په خپلو خبرو کې د ریاست الوزرا د اړوندو ادارو ترمنځ ښه همغږي او انسجام د دې لامل وباله چې یاد ریاست تر اوسه په بریالیتوب خپلې چارې ترسره کړي.
د یادو مسؤولینو د خبرو تر اورېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند پخپلې لارښوودې وینا کې، په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ټولو مجاهدینو د قربانيو د ستايلو تر څنګ وویل: ټول بايد د نظام د بقا او تقویت لپاره ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
محترم رئیس الوزراء په فلسطین کې روانو ظلمونو ته په اشارې وویل، نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي.
الحاج ملا محمد حسن اخند وویل: د الله د کتاب او دين ساتنه يو لویه دعوه ده چې اسلامي امارت ته ور له غاړې شوی په وينا يې چې دا یو ستر او دروند الهي مسؤولیت دی.
رئیس الوزرا د چارو د لا ښه انسجام په موخه ټولو ته لارښوونه وکړه، چې خپلو مسؤولیتونو ته دې متوجه واوسي، ټول باید له مراجعينو سره نېک چلند وکړي، پر وخت د هغوی کارونه ترسره او د خنډ او ځنډ لامل يې ونه ګرځي.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند، د خپلو خبرو په پای کې د ټولو امارتي ادارو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې په چارو کې له عدالت او احتیاط څخه کار واخلي او د بیت المال ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي، غونډه د خير په دعاء سره پایته ورسېده.