د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي د بغلان ولایت له یو شمېر علماؤ او بېرته راستنو شویو مهاجرو سره وکتل.
د دغې لیدنې په پیل کې یادو علماؤ د بغلان د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی زیاته کړه، د بغلان سیمه ییز مسؤلین د امنیت د تامین، خلکو ته د لازیاتې هوساینې د ایجاد او د دوی ستونزو د حل په برخه کې هڅې کوي او د بېرته راستنو شویو مهاجرینو د لېږد، ځای پرځای کولو او مېشتولو لپاره د لازمو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د خپلو امکاناتو په محدوده کې هلې ځلې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، خلکو ته د ټولنیزې هوساینې ایجاد او دوی ته د لازمو اسانتیاؤ برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د بېرته راستنو شویو مهاجرو د لېږد، ځای پرځای کولو او دوی ته د کارموندنې په برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي.