د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سپين زر فابريکې رئيس محترم حفيظ الله فرياد او ملي سوداګر محترم محب الله اورياخېل سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې د سپين زر فابريکې رئيس محترم حفيظ الله اورياخېل او ملي سوداګر محب الله اورياخېل خبرې وکړې او په هيواد کې د اقتصادي او سوداګريز وضعيت په ښه کېدو يې خوښي وښوده.
هغوی د ټولو هیوادوالو او په ځانګړي ډول د سوداګرو او پانګه والو د ځاني او مالي امنيت پر تأمين خوښي وښوده وې ويل، په هيواد کې اقتصاد او پانګونې ته د ښې زمينې برابرول د دې لامل شوي چې کورني او بهرني سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغوی همداراز د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل، ترڅو د کورنيو توليداتو ملاتړ او په مختلفو برخو کې پانګونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د ټولو هیوادوالو د امنيت تأمين او د اقتصادي او پانګونې زمينو پراختيا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت په هيواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي، ټولو سوداګرو او پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابروي او همداراز په بهر کې له ټولو مېشتو افغان سوداګرو يې وغوښتل، ترڅو بېرته خپل هيواد ته ستانه شي او په ابادۍ او پرمختګ کې يې برخه واخلي.