د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په پيل کې، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ خالد حنفي هم وینا وکړه او وې ویل، علماء او امامان د ټولنې لارښوونکي دي او اړتیا ده چې د اسلامي نظام او ټولنې ښه استازولي وکړي.
نوموړي زیاته کړه، اوس د اسلامي نظام له برکته په افغانستان کې اسلامي ناستې په شانداره مراسمو او له ویرې پرته ترسره کېږي او د اسلامي شریعت تطبیق یې د دې نظام لویه موخه وبلله.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم هم خبرې وکړې وې ویل، په ټولنه کې د علماوو او شیوخو مسؤولیت تر نورو ډېر دی او اړتیا ده چې ټول علماء په ټولنه کې خپل مسؤولیت ته ځير واؤسي.
هغه وویل، د علم مقصد باید د دندې ترلاسه کول نه، بلکې د ټولنې سالمه اصلاح او د علم پراخوالی وي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د حدیثو لویې دورې په دې فراغت غونډه کې تازه فارغو شویو علماوو ته مبارکي وویله او وې ویل، د اسلامي نظام د پياوړتیا او د دین په پراختیا کې د علماوو ونډه اساسي ده.
هغه وویل، د علماوو له برکته په تېر شلن کلن جهاد کې ځوانان او هیوادوال د ازادۍ او جهاد په ارزښت پوه شول او د اشغال په مقابل کې د جهاد لپاره چمتو شول.
نوموړي د اشغال په مقابل کې د افغانانو جهاد، په ټولو قومونو او د ټولنې په ټولو اقشارو پورې مربوط وباله او په وینا یې، ټولو پکې په خپله اندازه ونډه اخیستې ده.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د اسلامي مدارسو او دیني او عصري علومو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.
هغه د مدرسې او ښوونځيو ترمنځ د فاصلې په لمنځه وړلو د ټینګار ترڅنګ وویل، اوس هغه وخت دی چې له عصري علومو څخه فارغ ځوان به په دیني زده کړو هم سمبال وي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دغه راز وویل، د تېر شل کلن جهاد اهداف ترلاسه شوي چې د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت و، اوس د دې وخت دی چې اسلامي امارت او ټول افغانان په ګډه اقتصادي او سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره کار وکړي او افغانستان اباد کړي.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر نیوکه وکړه، چې په تېرو شلو کالو کې د اشغال پر مهال د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا لپاره هېڅ ډول اساسي پروژه نه ده عملې شوې، خو اسلامي امارت له خپلې ملي بودجې څخه د اوبو مهارولو لپاره د سترو او متوسطو بندونو جوړولو، سړکونو رغولو او نورو بنسټيزو پروژو په تطبیق کار روان کړی دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې د پرمختګ پر لور روان دی او دا مهال په نړۍ کې کابو اته دېرش سياسي نمايندګۍ لري، ډیپلوماتیکې اړیکي جريان لري او د افغانستان سفیران او ډیپلوماتان پکې په کار بوخت دي.
نوموړي وویل، افغانستان په انزوا کې نه، بلکې د نړۍ د توجه په محور کې قرار لري او نړیوال لېوالتیا لري چې ورسره خپل تعامل زیات کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر نړیوالو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت یوازینی نظام دی چې د افغانستان پر بشپړه جغرافیه حاکمیت او ولسي تائيد او ملاتړ لري، سرتاسري امنیت یې تأمین کړی، فساد او نشه يي توکي یې له منځه وړي دي.
د رياست الوزرا مرستيال د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه به هيچاته ګواښ پېښ نشي او اسلامي امارت هېڅ فرد او ډلې ته د دې کار اجازه نه ورکوي.