د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې، د اچین ولسوالۍ قومي مشرانو د سرتاسري امنیت په تأمین خوښي وښوده وې ویل، دا مهال د اچین ولسونه په کامل امنیت کې ژوند کوي او خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.
هغوی وویل، دوی د اسلامي نظام راتګ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي او د بقا لپاره يې هر راز همکاريو ته چمتو دي.
د اچین ولسوالۍ یادو مشرانو دغه راز په دې ولسوالۍ کې د پراختیايي چارو ترسره کېدو غوښتنه وکړه او وې ویل، د کلينیکونو، ښوونځيو، برېښنا او نورو پراختیايي چارو د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د اچین ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په ليدنې خوښي وښوده وې ويل، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د اشغال پر مهال درانه زيانونه وليدل او د اسلامي نظام حاکميت لپاره يې قربانۍ او زحمتونه د هېرېدو نه دي.
مولوي صاحب عبدالکبیر وویل، اسلامي نظام د افغانستان د ولسونو له منځه را پورته شوی، د مالکیت حس یې ټولو افغانانو ته ورګرځي او موخه یې په بشپړه معنی د الهي احکامو تطبيق او د خلکو خدمت دی.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې زیاته کړه، د اچین ولسوالۍ د ستونزو حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.