د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشرې اغلې های کیونګ جون، په افغانستان کې د دغې ادارې له رئيس ښاغلي لیونارد زولو او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې ناسته کې د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مشرې افغانستان ته په خپل راتګ خوښي وښوده او ویې ویل، اداره یې (UNHCR) د افغان کډوالو د ستونزو حل ته ژمنه ده او له هغوی سره به یې مرستې دوام وکړي.
هغې وویل، له کډوالۍ څخه بېرته افغانستان ته ستنېدونکو ټولو کډوالو سره مرستې کوي او دا مهمه ده چې کډوال بېرته په افغاني ټولنه کې مدغم شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ دغې مسؤولې وویل، راتلونکې اونۍ په جینوا کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته به د خپل راپور په وړاندې کولو سره افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړیوالو سره شریک کړي.
نوموړې زیاته کړه، افغان کډوال له سختو شرایطو، فقر او بېکارۍ سره مخ دي، چې وچکالي او نورې طبیعي پېښې یې هم ژوند ګواښي او د کار موندنې ترڅنګ د سرپناه، روغتیا او پوهنې په برخو کې باید له هغوی سره اساسي مرستې وشي.
آغلې جون څرګنده کړه، کډوالو او بې ځایه شویو کسانو ته د کارموندنې لپاره اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصادي پياوړتیا او د بنسټیزو پروژو په عملي کولو کې کورني او بهرني بنسټونه دخیل شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ دغه پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت له افغان کډوالو سره د دغه سازمان او نورو مرستندویه ادارو د مرستو او همکاریو مننه او د دوام غوښتنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، لوږه، فقر او بیکاري له تېر رژیم څخه اسلامي امارت ته په میراث پاتې ده، چې کنټرول او ختمول به یې ډېر وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا ولري. په افغانستان کې اوږدو جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اړتیا ده چې له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په اوسني وخت کې نړۍ باید له بشري اړخه افغانستان هېر نکړي او یوشمېر ګاونډیو هېوادونو په داسې وخت کې چې افغانستان له سختو طبیعي پېښو او ننګونو سره مخ و، په اجباري ډول د افغان کډوالو د اخراجولو پروسه پيل کړه.
محترم مولوي عبدالکبیروویل، افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې هېڅ رول نه لري، خو بیا هم په دغه هېواد کې افغان کډوال له سختوستونزو سره مخ دي او زرګونه افغانان په بېګناه ډول زندانونو ته اچول شوي دي.
هغه غوښتنه وکړه، چې افغان کډوال باید پرېښودل شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او په کور دننه ورته لازم چمتووالی هم ونیول شي. نړیوال مرستندویه بنسټونه دې افغان کډوالو او بېځایه شویوته د دایمي سرپناه او کار په برخه کې مرستې وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت کوښښ کوي چې د سترو بنسټيزو پروژو پلي کولو او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا سره خلکو ته کار پیدا کړي.
هغه وویل، د تاسف ځای دی چې د دوحې په تېره ناسته کې د افغان کډوالو موضوع او په افغانستان کې شته حقایقو ته ښه پاملرنه ونشوه او له دې پدیدې سره د مرستو راټولولو او دوام په اړه هیچا، حتی د ملګرو ملتونو سرمنشي هم څه ونه ویل.
محترم مولوي عبدالکبیر نیوکه وکړه، چې د ملګرو ملتونو او د ځينو نورو نړیوالو ادارو د هغو راپورونو له امله چې په ناسمو معلوماتو ولاړ وي، خلک ناقانونه کډوالۍ ته هڅول کېږي
هغه وویل، په افغانستان کې پام وړ پرمختګونه شوي. د نشه يي توکو تولید او قاچاق صفر شوی، په نشه يي توکو روږدي تر درملنې لاندې دي، د اقتصادي پياوړتیا لپاره هڅې پیل شوي، غصب، زورواکي او باج اخیستل پای ته رسېدلي دي.