د افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ مسوول محترم مولوي سید عبدالجبار سره وکتل.
په پيل کې محترم مولوي سید عبدالجبار د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، په پاکستان کې د افغانستان سفارت مسوولین، په ځانګړي ډول د کراچۍ ښار قونسلګرۍ افغانانو ته د غوره خدماتو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالجبار همدارنګه وویل، د دې قونسلګرۍ مسوولینو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره هم لازم اقدامات کړي او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو کوښښ کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښۍ ځرګندولو ترڅنګ په پاکستان کې د افغانستان سفارت د مسوولینو په ځانګړي ډول د کراچۍ ښار قونسلګرۍ کړنې او فعالیتونه وستایل.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د جلا کمېسیون په جوړولو سره ځانګړې پاملرنه کړې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه په پاکستان کې د افغانستان سفارت له ټولو مسوولینو وغوښتل چې په هغه هیواد کې کډوالو ته د خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو کوښښ وکړي.