د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران و الحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله له لوري د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه د ګومارل شوي پلاوي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ او د مؤظف پلاوي د اعضاو په ګډون جوړه شوه.
د دې غونډې په پيل کې د چاپيريال ساتنې او ازموينو ملي ادارو، تخنيکي او مسلکي تعليماتو ادارې، د بدني روزنې، اوسپنې پټلۍ او کرکټ بورډ رياستونو او د حکومت د رسنیو مرکز پر وړاندې پرتې ننګونې وارزول شوې.
وروسته د هيواد د بېلابېلو ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو په موخه د ذکر شويو رياستونو او ادارو د مسؤلينو او با صلاحیته استازو په حضور کې هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.